Marhoom Waldayn Ke Huqooq

Book Name:Marhoom Waldayn Ke Huqooq

مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:

اِحْفِظْ وُدَّ اَبِیْک لَا تَقْطَعْہُ فَیُطْفِئُ اللہُ نُوْرَکَ

ترجمه: د خپل والِد د محبت حفاظت کوئ!
دا مۀ ماتوئ ګنې الله پاک به ستاسو نُور مړ کړي۔([1])

سُبْحٰنَ اللہ! مونږ له هم پکار دي چې که والد صاحب چرته د دُنيا نه لاړ شي نو د هغوئي دوستان ملګري د خپل والِد پۀ ځائے باندې وګڼو او د هغوئي عزت اوکړو۔

د مور او پلار د پاره د بخښنې دُعا کول

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! (4): څلورم څيز کوم چې بيان شو هغه دے د مور او پلار د پاره د بخښنې دُعا کول۔ پۀ حديثِ پاک کښې اِرشاد شول:

اِسْتِغْفَارُ الْوَلَدِ لِاَبِیْہِ مِنْ م بَعْدِ الْمَوْتِ مِنَ الْبِرِّ

ترجمه: د ځوي د خپل والِد د پاره د بخښنې دُعا کول د هغۀ د مرګ نه پس ښه سلوک دے۔

د دې حديثِ پاک نه معلومه شوه چې د وفات شوو مور او پلار پۀ حقونو کښې دي چې اِنسان د خپل مور او پلار د پاره د بخښنې دُعا کوي۔

د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام يو سُنَّت

مونږ پۀ نـمونځ کښې دُعا کوو:


 

 



[1]...معجم اوسط، جلد:6، صفحہ:238، حدیث:8633۔