Book Name:Marhoom Waldayn Ke Huqooq
کښې د دُنيا جګړې ډيرې زياتې شي، د دې پورې چې کله نا کله خلق د خپلو خوئيندو وروڼو سره غم ښادي هم ختمه کړي، بيا دا لړۍ پيړو پۀ پيړو روانه وي۔ دا ډيره غلطه بلکې پۀ بعضې حالاتو کښې د ګناهونو نه ډکه معامله جوړه شي۔ خُدائے دې نۀ کړي که چرې د مور او پلار څۀ داسې رويه پاتې شوې وي، مثلاً مور او پلار د خپلو خوئيندو وروڼو نه خفه وو، د مور جانې د خپلو خوئيندو وروڼو سره نۀ لګيدله نو اولاد له پکار دي چې دا جګړه نۀ اوږدوي بلکې د خپلو دغه خپلوانو سره زر تر زره روغه اوکړي او مور او پلار ته پۀ قبر کښې سکون ورسوي۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ الصُّلْحُ خَیْرٌؕ- (پارہ:5، سورۀ نساء:128)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او صُلح بهتره ده۔
یاد ساتئ چې د سَکه خوئيندو وروڼو سره مړے ژوندے پريښودل، تعلق پريښودل دي او تعلق پريښودل حرام دي۔ اللہ پاک دې مونږ د داسې جنګ جګړو نه محفوظ کړي۔
(3): د مور او پلار د دوستانو عزت کول، دا هم د وفات شوو مور او پلار پۀ حقونو کښې شامل دي۔ حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما صحابئ رسول دے، يو ځل هغوئي پۀ يو ځائے تيريدلو، د هغوئي د يو کلي وال سره ملاقات وشو، څنګه چې هغوئي هغه وليدو نو د هغۀ سره يـې ډير ښه سلوک اوکړو، پۀ کومه سورلۍ چې هغوئي ناست وو، هغه يـې هم هغۀ له ورکړه، خپله عمامه شريف يـې کوزه کړه او هغه يـې هم هغۀ له ورکړه۔ د هغوئي سره چې کوم خلق وو، هغوئي عرض اوکړو: عالي جاه! هغوئي له يو درهم ورکول هم کافي وو۔ وه يـې فرمائيل: (دا کَس زما د والد حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دوست وو او) رسولِ ذِيشان،