Book Name:Shuker Ke Ayam
زياته خوږه وي۔ ([1])
حضرت ابو درداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته وفرمائيل: اے ابو درداء سُبْحٰنَ اللہ وايه! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ وايه! لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہُ وايه! اَللہُ اَکْبَر وايه! لَاحَوْلَ وَلَاقُوّةَ اِلَّا بِاللہِ وايه! بے شکه دا باقي پاتې کيدونکې نيکۍ دي، د دې کلماتو پۀ برکت سره ګناهونه داسې رژيږي لکه څنګه چې د ونو نه پاڼې رژيږي او دا کلمات د جَنَّت د خزانو نه دي۔ ([2])
پۀ يو حديثِ پاک کښې دي، مَکي مَدَني آقا، رسولِ خُدا اَحمد مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَللہُ اَکْبَر وئيل د اُحد د غر نه لويه نيکي ده۔ ([3])
دواړه لاسونه يـې د خير نه ډک شول
حضرت عبد الله بن ابو اوفیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل يو اعرابي (يعنې کلي وال صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) دربارِ رسالت ته حاضر شو او عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ما ته قرآنِ کريم نۀ ياديږي، داسې عمل راته وښايئ! چي د هغې پۀ ذريعه د قرآن د تِلاوت همره ثواب راته ميلاؤ شي (ظاهره ده چې پۀ هٰغه وخت کښې د چاپ کيدو انتظام نۀ وو، صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان به قرآنِ کريم پۀ يادو يادولو او تِلاوت به يـې کولو، او دې صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يادولے نۀ شو، ځکه يـې دا پوښتنه اوکړه)، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ