Share this link via
Personality Websites!
جب گزر جائیں گے ماہ گیارہ تیری آمد کا پھر شور ہوگا
کیا مِری زندگی کا بھروسا اَلوَداع اَلوَداع آہ! رَمضاں([1])
الله پاک دې زمونږ د ټولو په راتلونکي کال کښې هم د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشت ليدل، د دې د برکتونو حاصلول نصيب کړي۔ کاش چې د روژې د مياشت پۀ برکت مونږ ټيک شو، بے حسابه مو جَنَّت ته تلل نصيب شي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ پۀ شروع کښې د دويمې سيپارې، د سورۀ بقره، د آيت: 185 د يوې حصې د اوريدو سعادت حاصل کړو، پۀ دې آيت مبارک کښې د رَمَضَانُ المُبَارَک نه پس د ژوند د 2 آدابو تعليم راکړے شوے دے۔ آيت مبارک واورئ! الله پاک فرمائي:
وَ لِتُكَبِّرُوا اللّٰهَ عَلٰى مَا هَدٰىكُمْ وَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ(۱۸۵) (پارہ: 2، سورۀ البقرة: 185)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د پاره د دې چې تاسو پۀ دې خبره د الله لوئي والے بيان کړۍ چې هغه تاسو ته هدايت درکړو او چې تاسو شُکر ګزر جوړ شۍ۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami