Shuker Ke Ayam

Book Name:Shuker Ke Ayam

او د دې قضا راوړل به لازمي وي، ځکه چې د سحر د نـمونځ د پاره ضروري دي چې پۀ وخت کښې دننه سلام وګرځولے شي۔ ([1]) لکه څنګه چې پۀ فتاویٰ تاتار خانيه کښې دي: يعنې که د سحر د نـمونځ ادا کولو پۀ وخت که نمر راوخيژي، نو د سحر نـمونځ فاسديږي۔([2])

پۀ بهارِ شريعت کښې دي: (د سحر د نـمونځ ، جُمعې، او د اخترونو د نـمونځونو نه علاوه که د نورو نـمونځونو د وخت ختميدو نه مخکښې يـې که د دې نـمونځ پۀ) وخت کښې تحريمه وتړله، نو نـمونځ قضا نۀ شو، بلکې ادا دے، خو د سحر پۀ نـمونځ، جُمعې او د اخترونو پۀ نـمونځونو کښې که د سلام نه مخکښې د نـمونځ وخت ختم شو نو نـمونځ مات شو۔ ([3])

الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                     صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد


 

 



[1]... دارالافتاء اہل سنت، ریفرنس نمبر:Gul 2346۔

[2]... فتاوی تاتار خانیہ، جلد 2، صفحہ 19 ۔

[3]... بہارِ شریعت، جلد:1، حصہ:4، صفحہ:701۔