Shuker Ke Ayam

Book Name:Shuker Ke Ayam

د ټولو نه وړوکے نعمت

حضرت ابو ايوب احمد بن محمد بن جابر قرشي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حضرت سَيِّدُنا داؤد عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک پۀ دربار کښې عرض اوکړو: اے الله پاکه! ما د خپل د ټولو نه د وړوکي نعمت نه خبر کړې؟ نو الله پاک د هغوئي طرف ته وحي نازله کړه: اے داؤده! ساه واخله۔ هغوئي چې ساه واخستله نو الله پاک اِرشاد وفرمائيلو۔ دا پۀ تا باندې زما د ټولو نه وړوکے نِعمت دے۔ ([1])

د شُکر فضيلتونه

الله پاک دې مونږ ته د شُکر ادا کولو توفيق راعطا کړي * شُکر د اعلیٰ درجې عبادت دے * د شُکر توفيق عظيم سعادت دے * پۀ شُکر کښې د نعمتونو حفاظت دے * د شُکر پۀ برکت نعمتونه زياتيږي * شُکر د الله والؤ عادت دے * شُکر د رَبِّ کريم اطاعت دے۔ حضرت سعيد بن جبير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: جَنَّت ته به وړومبے هغه داخليږي څوک چې پۀ خوشحالۍ او غم کښې د الله پاک حمد کوي۔ اِمام سمرقندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قول ذِکر کولو نه پس فرمائي: پوهه شئ چې حمد او شُکر * د مخکښينو وروستنو خلقو عبادت دے * دا د فرښتو هم عبادت دے * د نبيانو هم عبادت دے * د زمکې والؤ او * د جنتيانو هم عبادت دے۔ ([2])


 

 



[1]... موسوعہ ابن ابی الدنیا، کتاب الشکر للہ عزوجل، جلد:1، صفحہ:513، حدیث:146۔

[2]... تنبیہ الغافلین، باب ماجاء فی الشکر، صفحہ:254۔