Shuker Ke Ayam

Book Name:Shuker Ke Ayam

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُتِبَ عَلَیْكُمُ الصِّیَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَۙ(۱۸۳)

(پارہ:2، سورۀ البقرة:183)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ایمان والؤ! پۀ تاسو روژې فرض کړے شوې څنګه چې تاسو نه مخکښې خلقو باندې فرض کړے شوې وې چې تاسو پرهيزګاره جوړ شۍ۔

يعنې اے ايمان والؤ! د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشتې روژې نيسئ! ستاسو به تقویٰ نصيب شي۔ بيا يـې د دې تعليماتو پۀ اخره کښې وفرمائيل:

وَ لِتُكَبِّرُوا اللّٰهَ عَلٰى مَا هَدٰىكُمْ وَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ(۱۸۵)(پارہ: 2، سورۀ البقرة: 185)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د پاره د دې چې تاسو پۀ دې خبره د الله لوئي والے بيان کړۍ چې هغۀ تاسو ته هدايت درکړو او چې تاسو شُکر ګزار جوړ شۍ۔

معلومه شوه چې د نيکۍ شروع د تقویٰ نه او ختميدل يـې پۀ شُکر باندې وي۔

د عبادت نه پس د شُکر حِکمتونه

سيِّدُنا امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: کله چې د اِنسان د عبادت توفيق نصيب شي نو د دې عظيم الشان نعمت نه پس پۀ 2 وجو شُکر لازمي ادا کول پکار دي: (1): وړومبے خو دې د پاره چې د شُکر کولو سره نعمت ته دوام ميلاؤيږي يعنې