Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نـمونځونو سره هم ډير محبت وو، فرض او واجب خو به هغوئي ضرور ادا کول، د دې سره سره به يـې ښه ډير نفلونه هم کول۔ د اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ډير ښکلے انداز دے، د هغوئي عادت وو چې نـمونځ به يـې د خپل کار حصه جوړوله۔ مثلاً د اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو کتاب دے: تاريخِ کبير۔ څوک چې حديثونه مبارک روايت کوي، پۀ دې کتاب کښې اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي حالات وغيره ليکلي دي۔ دا کتاب اِمامِ بُخاري د رِيَاضُ الـجَنَّة سره پۀ خواه کښې ليکلے دے۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! داسې چې د هغوئي کوم مشهور کتاب دے: بُخاري شريف۔ د دې مبارک کتاب د ليکلو انداز خو ډير با ادبه، د عشق او محبت نه ډک وو۔ اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بُخاري شريف پۀ 16 کالو کښې مکمل کړے، ([2]) پۀ دې کښې تقريبا 7 زره 500 سوه احاديث مبارک دي۔ د ليکلو انداز اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا اِختيار کړے وو چې د هر يو حديثِ پاک د ليکلو نه مخکښې به يـې تازه غُسل کولو، بيا به يـې 2 رکعته نفل کول، د دې نه پس به يـې حديث شريف ليکلو۔ ([3])
الله! الله۔۔۔! د اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عشقِ رسول ته وګورئ! حديثِ پاک دے، د دواړو جهانو د سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خُله مبارکه ادا کړے شوي مقدس، مبارک، منور الفاظ دي، ځکه اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې د ليکلو د پاره د عشق تقاضې پوره کړې، د هر يو حديثِ پاک د ليکلو نه مخکښې به يـې تازه غسل کولو،پۀ 2 رکعته نفل کولو سره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami