Share this link via
Personality Websites!
ہو چکے ہوں گے جہاں میں جس قدر بھی اولیا
اُن پہ، ہر اِکْ اُن کے خدمت گار پر لاکھوں سلام([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د دې واقعې نه معلومه شوه چې * د اوليائے کرامو مزارونو ته حاضريدل * هغوئي ته پۀ نزدې کيدو، د هغوئي پۀ وسيله د الله پاک پۀ دربار کښې دعاګانې کول، سوالونه کول * د خپلو مصيبتونو، پريشانو د حل کولو د پاره مزارونو ته حاضريدل * او خپل مرادونه حاصلول وغيره څۀ نوې طريقه نۀ ده بلکې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دا د پخوانو مسلمانانو معمول دے۔ مونږ له هم پکار دي چې د نيکانو خلقو مزارونو ته حاضري کوو، د هغوئي پۀ وسيله دعاګانې هم کوو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د الله پاک رحمت به مو ضرور نصيب کيږي۔ الله پاک پۀ قرآڼِ کريم کښې فرمائي:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ ابْتَغُوْۤا اِلَیْهِ الْوَسِیْلَةَ (پارہ:6، سورۀ مائدہ:35)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ایمان والؤ! د الله نه ويريږئ او د هغۀ طرف ته وسيله ولټوئ۔
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت لاندې فرمائي: د دې نه معلومه شوه چې د ژوندو بزرګانو سره د ملاقات د پاره سفر کول، د وفات شوو بزرګانو د مزارونو د پاره سفر او حاضري کول، هلته د هغوئي پۀ وسيله د الله پاک نه سوال کول، دا هر څۀ ټول ډير بهتر دي۔ د دې ټولو سفرونو مآخذ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami