Share this link via
Personality Websites!
کښې يـې د دې فاني دُنيا نه رحلت وفرمائيلو۔ ([1]) د هغوئي مزار مبارک د سمر قند سره نزدې پۀ ” خَرتَنک “ نومې کلي کښي دے۔ ([2])
اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ټول عمر د عِلمِ حديث ښه ډير خدمت کړے، اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير عبادت ګزار ، زاهد، او متقي وو، د اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات کيدو نه پس تر ډيرې مودې پورې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قبر مبارک نه د مشکو نه هم زياته ښه خوشبوئي راتلله، خلقو به د تبرک (يعنې د برکت حاصلولو د پاره) د اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مزار مبارک خاوره وړله۔ ([3])
د اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مزار مبارک برکت
د اُزبکستان يو ډير زوړ او تاريخي ښار دے: سمر قند۔تقريبا زر [1000] کاله مخکښينۍ خبره ده، پۀ سمر قند کښې سخته سوکړه راغله، بارانونه وۀ نۀ شول، فصلونه وچ شول او د غلې کمے پيدا شو، دي وجهې نه خلق د ډيرې پريشانۍ سره مخ شول۔ خلقو څو ځل د اِستِسقَاء نـمونځ (يعنې د الله پاک نه د باران غوښتو د پاره خاص نـمونځ) هم اوکړو۔ دعاګانې يـې هم اوکړې خو باران نۀ کيدو او نۀ وشو۔
د پريشانۍ پۀ دې سختو ورځو کښې يوه ورځ يو نيک کَس د ښار د قاضي صاحب خوا له تشريف يوړلو او وه يـې وئيل: قاضي صاحبه! که تاسو يـې اوريدل غواړۍ نو زما يوه رائے ده۔ قاضي صاحب وفرمائيل۔ آؤ ! ضرور يـې اِرشاد کړئ۔۔۔!! (هٰغه نيک کَس ووئيل: قاضي صاحبه! د سمر قند سره نزدې د الله پاک د نيک او بزرګ اِنسان حضرت اِمام محمد بن
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami