Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جَنَّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جَنَّت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
مُعَانَقه کول د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د چا چې څوک ورور وي هغۀ له پکار دي چې د خپل ورور سره مُعَانَقه اوکړي۔ ([2])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! غاړې ميلاوهلو ته مُعَانَقه وئيلے شي او مُعَانَقه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي۔ * پۀ مِرْاٰۃُ الْمَنَاجِیْح کښې دي چې: د خوشحالۍ پۀ موقع چا ته ورغاړه وتل سُنَّت عمل دے ([3]) خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به څو څو کرته پۀ صحابۀ کرامو رَضِیَ اللهُ عَنْهُم باندې شفقت کولو او هغوئي ته به يـې د مُعَانَقې شرف عطا کولو۔ مثلاً * د خيبر پۀ موقع باندې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت جعفر رَضِىَ الـلّٰـهُ عَـنْهُ خپلې سينې مبارکې ته راجُخت کړو او پۀ تندي باندې يـې ښکل هم کړو۔ ([4]) * يو ځل رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت ابو ذَر غفاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه راوبللو، کله چې هغوئي حاضر شول نو پۀ شفقت سره يـې هغوئي سينې ته راجُخت کړو۔ ([5])
[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔
[2]... کَنزُ الْعُمَال، کتاب: الفضائل، جلد:7، جز:13، صفحہ:26، حدیث:36235۔
[3]... مرآۃ المناجیح، جلد:6، صفحہ:359۔
[4]... ابو داؤد، کتاب:الادب، باب: قبلۃ ما بین العینین، صفحہ:813، حدیث:5220۔
[5]... ابو داؤد، کتاب:الادب، باب: قبلۃ ما بین العینین، صفحہ:812، حدیث:5214 خلاصۃً۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami