Share this link via
Personality Websites!
فارمز او ويب سائټس اِستعمالولے شۍ۔
ليـلةُ الـجائِزه (د اختر پۀ شپه) کښې د عبادت ترغيب
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک که يو طرف ته مونږ پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې د ليـلةُ الـقدر پۀ شان عظيمه شپه راعطا کړې ده نو بل طرف ته يـې د دې مبارکې مياشت نه فوراً پس د ليـلةُ الـجائِزه يعنې د اِنعام شپه هم راعطا کړې ده (د اختر شپې ته ليـلةُ الـجائِزه وائي) * دا شپه د الله پاک د رحمتونو * د بخښنې شپه ده * کوم اِنسان چې پۀ دې شپه باندې د الله پاک عبادت کوي الله پاک د هغۀ د پاره جنَّت واجب کوي۔ ([1]) * ټولو عاشقانِ رسول خاص طور اعتکاف کوونکو ته پکار دي چې دا شپه پۀ جوماتونو کښې د الله پاک پۀ عبادت کښې تيره کړي حضرت ابراهيم نَخَعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دِين بزرګانو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم به د اعِتکاف کوونکو د پاره دا خبره خوښوله چې د وړوکي اختر شپه هم پۀ جومات کښې تيره کړي۔ ([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د وړوکي اختر نه پس د شپږو روژو ترغيب
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د رَمَضَانُ المُبَارَک نه پس شوال شريف راځي پۀ دې مياشت کښې خوش قِسمته مسلمانان د وړوکي اختر نه پس د شپږو روژونو نيولو سعادت حاصلوي۔ * پۀ حديثِ پاک کښې دي: چا چې د رمضان روژې ونيولې، بيا يـې 6 ورځې پۀ شوال کښې روژې ونيولې نو د ګناهونو نه داسې ووتلو لکه چې هم نن د مور د خِيټې نه پيدا شوے وي۔ ([3]) * خَليلِ مِلَّت مفتي محمد خليل خان برکاتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami