Share this link via
Personality Websites!
چرته نۀ راځي؟ د بيمارو نه به حفاظت څنګه کيږي۔۔۔؟ دا خو د دُنيا خبره ده، د داسې نـمونځونو سره به مونږ د الله پاک پۀ دربار کښې څنګه حاضريږو۔۔۔۔؟
ځکه زما خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نـمونځ ډير اهم عبادت دے، لهذا باقاعده وخت اوباسئ! نـمونځ پوره پۀ خيال سره ادا کوئ! پۀ پوره سکون سره، د سُنَّتو او د مستحباتو پۀ خيال ساتلو سره اودس اوکړئ! بيا ډير پۀ ښه طريقه، د عزت سره، د زړۀ پۀ عاجزۍ، څومره به ښه وي چې د الله پاک د ويرې نه پۀ لړزيدو جومات ته راشو او پۀ صف کښې ودريږو! بيا پۀ پوره توجه او پوره سکون سره نـمونځ اوکړو! تاسو وګورئ چې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ يو څو ورځو کښې به د زړۀ خيرے لرې کيدل شروع شي، پۀ زړۀ کښې به نُور پيدا کيدل شروع شي، بيا به مو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هٰغه برکتونه نصيب شي چې دُنيا او اخرت به مو ښه شي۔
پۀ سکون سره د نـمونځ کولو فضيلت
حديثِ پاک واورئ! د حضرت عُباده بن صَامِت رَضِىَ الـلّٰـهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د نبي رحمت، شفيعِ اُمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: کوم کَس چې پۀ ښه طريقه اودس اوکړي، بيا د نـمونځ د پاره ودريږي، د هغې رکوع، سجدې او قراءَت مکمل کړي نو نـمونځ وائي: الله پاک دې ستا حفاظت اوکړي لکه څنګه چې تا زما حفاظت اوکړو۔ بيا هٰغه نـمونځ د اسمان طرف ته يوړے شي او د هغۀ د پاره ځلا او نُور شي، بس د هغۀ د پاره د اسمان دروازې پرانستے شي، د دې پورې چې هغه د الله پاک پۀ دربار کښې پيش کړے شي او هغه د هٰغه نـمونځ کوونکي شفاعت کوي۔ ([1])
ہوں میری ٹوٹی پھوٹی نمازیں خُدا قبول
اُن دو کا صدقہ جن کو کہا شہ نے میرے پھول
وضاحت: يعنې اِمامِ حَسَن او حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما کومو ته چې سرکارِ عالي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami