Share this link via
Personality Websites!
شليدلې کپړې پۀ شان راغونډ کړے شي او د هٰغه نـمونځ کوونکي پۀ مخ باندې ور ويشتلے شي۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور اوکړئ، دلته چې څنګه حالات دي، پۀ دُنيا کښې دومره مصروفه شوي يو چې د نـمونځ راسره هډو فِکر نۀ وي۔۔۔!! څوک چې نـمونځونه کوي، پۀ هغوئي کښې هم د ډيرو حالات داسې دي چې بس پۀ منډه منډه جومات ته راشي، چې هر څنګه وي اودس اوکړي، داسې ترينه د اودس د اوبو څاڅکي څڅيږي، لستوڼي يـې د سنګلو پورې رانغښتي وي، پۀ تادۍ راشي، نـمونځ شروع کړي، بيا د نـمونځ کولو د پاره خو مونږ له سُورت هم يو راځي، سُورۀ اِخلاص۔۔۔ د دې نه علاوه مو د نورو سورتونو د زده کولو هډو ذِهن نۀ جوړيږي۔۔۔ بس ټول رکعتونه پۀ دغه يو سُورت زر زر اوکړي، رکوع پوره وشوه که نۀ، سجده پوره وشوه که نۀ، د رکوع نه لا نيغ ولاړ هم نۀ وي چې د سجدې د پاره ښکته کيدل شروع شي، د وړومبۍ سجدې نه لا راپاڅيدلے نيغ ناست نۀ وي چې بلې سجدې له لاړ شي۔۔۔ داسې بس زر زر که هر څنګه وي نـمونځ اوکړي او لاړ شي۔۔۔!! دا زمونږ د نـمونځونو انداز دے او مونږ حديثِ پاک واوريدو، کوم اِنسان چې د نـمونځ رکوع او سجدې نۀ پوره کوي، نـمونځ وائي: لکه څنګه چې تا زۀ ضائع کړم، الله پاک دې تا هم داسې ضائع کړي۔
د الله پاک پناه! د الله پاک پناه۔۔۔!! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور خو اوکړئ چې زمونږه نـمونځ هٰغه عظيم الشان عبادت وو کوم چې زمونږ کردار سمولو، کوم چې مونږ د ګناهونو د ګند نه پاکولو، کوم چې مونږ د بدو او د بے حيايۍ نه بچ کولو، چې هٰغه نـمونځ هم مونږ ته د ضائع کيدو ښيرې کوي نو ووايئ چې بيا به زمونږ سره څۀ پاتې کيږي۔۔۔؟ مونږ به څنګه ټيک کيږو؟ زمونږه حالات به څنګه ښه کيږي؟ پۀ رزق کښې به برکت د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami