Share this link via
Personality Websites!
فرمائيلے دے: د الله پاک رحمت د نـمونځ کوونکي طرف ته متوجه وي د څو پورې چې هغه اخوا ديخوا نۀ ګوري، کله چې اخوا ديخوا ګوري نو د الله پاک رحمت هم د هغۀ نه ګرځي۔ ([1])
حضرت ابو هريره رَضِىَ الـلّٰـهُ عَـنْهُ بيانوي چې د دواړو جهانو د سرور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: کله چې اِنسان د نـمونځ د پاره ودريږي نو هغه د الله پاک پۀ دربار کښې حاضر شي، کله چې هغه اخوا ديخوا ګوري نو الله پاک اِرشاد فرمائي: تۀ د چا طرف ته ګورې؟ آيا زما نه درته څوک بهتر پۀ نظر راځي؟ اے اِبنِ آدمه (يعنې اے اِنسانه!) زما طرف ته توجه اوکړه! زۀ د هغۀ نه بهتر يم، تۀ چې د چا طرف ته ګوري۔ ([2])
پۀ نـمونځ کښې د تادۍ کولو نقصانونه
د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خادِم، حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ الـلّٰـهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د الله پاک د خوږ نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چې نـمونځونه پۀ خپل وخت باندې ادا کړي او د نـمونځ د پاره پۀ صحيح طريقه اودس اوکړي او د دې قيام، خشوع، رکوع او سجدې پوره کړي نو د هغۀ نـمونځ سپين او روښانه پۀ دې وئيلو سره ووځي چي: الله پاک دې ستا حفاظت اوکړي لکه څنګه چې تا زما حفاظت اوکړو او څوک چې نـمونځ بے وخته ادا کړي او د هغه د پاره کامله (يعنې پۀ ښه طريقه) اودس اونکړي او د دې خشوع، رکوع او سجدې پوره نۀ کړي نو هٰغه نـمونځ تور تيارۀ پۀ دې وئيلو سره ووځي: الله پاک دې تا ضائع کړي لکه څنګه چې تا زۀ ضائع کړم۔ د دې پورې چې الله پاک چې چرته غواړي (نـمونځ) هٰغه ځائے ته ورسيږي، بيا هغه د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami