Share this link via
Personality Websites!
اَللہُ اَکْبَر! د دواړو جهانو تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او پۀ ټولو اُمتونو کښې د ټولو نه د افضل اُمت د ټولو نه افضل خلق يعنې صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم، هغوئي ته هم عين د جنګ پۀ وخت کښې پۀ نـمونځ کښې د ناواخته کولو اجازت ميلاؤ نۀ شو، د جنګ پۀ ميدان کښې هم د نـمونځ کولو بلکې د جَمعې کولو حکم ورکړے شو او مونږ يو۔۔۔!! مَعَاذَ الله! هسې بے هيڅه هم نـمونځونه قضا کوو۔ الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم اوکړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
گھپ اندھیری قبر میں جب جائے گا بے عمل!بے انتِہا گھبرائے گا
کام مال و زر نہیں کچھ آئے گا غافل انساں یاد رکھ پچھتائے گا
سانپ بچّھو قبر میں گر آگئے! کیا کرے گا بے عمل گر چھا گئے!
خير! ما عرض کولو، وړومبے خو نـمونځ کوونکي ډير کم دي، بيا يـې چې څوک کوي، پۀ هغوئي کښې هم يوه شميره د داسې خلقو ده کوم چې د نـمونځ د آدابو خيال نۀ ساتي * پۀ توجه سره نـمونځ نۀ کوي * اخوا ديخوا کتل * بيا بيا ځان ګرول * کله د ويښتو، جامو او ږيرې وغيره سره لوبې کول وغيره پته نۀ لګي چې څنګه څنګه حرکتونه کوي۔ يقيناً چې دا انداز د الله پاک د دربار د آدابو خلاف دے، کله چې اِنسان د خپل مالِک پۀ دربار کښې ولاړ وي، بيا پکار دي چې مکمل پۀ سکون سره وي، د زړۀ د کيفياتو نه واخله د ظاهرې اندامونو پورې ټول اِنسان د عاجزۍ نمونه، ډير پۀ ادب سره ودريږي۔
پۀ نـمونځ کښې د اخوا ديخوا کتلو سره د رحمت ګرځيدل
حضرت ابو ذَر رَضِىَ الـلّٰـهُ عَـنْهُ بيانوي: رسولِ انور، محبوبِ رَبِّ اکبر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami