Share this link via
Personality Websites!
نـمونځ کوونکي پۀ لټولو هم نۀ ميلاؤيږي، ټول کال غائب وي، راتلونکي کال کښې هُم پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې بيا جومات ته راځي۔ بس الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم اوکړي۔ يقين اوکړئ چې نـمونځ نۀ کول څومره لويه ګناه ده، دومره لويه ګناه ده چې مونږ د دې د سخت والي اندازه هم نۀ شو لګولے۔
د بے نـمانځه مذمت]غندنه[
* الله پاک فرمائي:
اَضَاعُوا الصَّلٰوةَ وَ اتَّبَعُوا الشَّهَوٰتِ فَسَوْفَ یَلْقَوْنَ غَیًّاۙ(۵۹) (پارہ:16، سورۀ مریم:59)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: کومو چې نـمونځونه ضائع کړل او د خپلو خواهشاتو تابعداري يـې اوکړه نو نزدې ده چې هغوئي به د دوزخ خوفناکې کندې غۍ سره ميلاؤيږي۔
اَللہُ اَکْبَر! معلومه شوه چې څوک نـمونځونه نۀ کوي، هغه ضائع کوي او د نفس پۀ خواهشاتو پسې ځي، د هغۀ سزا د دوزخ غۍ نومې خطرناکه کنده ده۔ اَلاَمَانُ وَالحَفِيظ۔۔۔!! * خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د چا چې نـمونځ نشته، د هغه پۀ اِسلام کښې هيڅ برخه نشته۔ ([1]) * پۀ يو بل حديثِ پاک کښې دي: څوک چې قصداً عمداً يو نـمونځ پريږدي، د هغۀ نوم د دوزخ پۀ هٰغه دروازه باندې وليکلے شي پۀ کومه باندې چې به هغه دوزخ ته داخليږي۔ ([2]) * روايت دے: الله پاک خپل نبي حضرت داؤد عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي وفرمائيله: اے داؤده! بني اسرائيلو ته ووايه! چا چې يو نـمونځ هم پريښودو، د قيامت پۀ ورځ به زۀ پۀ هغۀ باندې غضب فرمايم۔ ([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami