Share this link via
Personality Websites!
(Routine) کارونه کوو، نيکۍ خاص طور څۀ نا څۀ نفلونه د دې کارونو سره وتړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! نيکۍ کول به درته هم اسان وي، اِستقامت به مو هم نصيب کيږي او که الله پاک وغوښتل نو د نيکو پۀ برکت سره به مو کارونه هم کيږي۔
د اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نـمونځ سره شوق
يو ځل اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چرته پۀ دعوت کښې شريک وو، د دعوت پۀ وخت ورته لږ وخت ميلاؤ شو نو هغوئي نفلونه شروع کړل! ډير پۀ عاجزۍ او انکسارۍ سره هغوئي نـمونځ اوکړو، د سلام ګرځولو نه پس يـې چا ته وفرمائيل: دا لږ وګورئ چې زما قميص ته څۀ څيز راننوتے دے؟ چې وه يـې کتل نو يو زهريلا قِسم له حشرات]خزنده[ وو کوم چې 16 يا 17 ځائے هغوئي چيچلے وو۔ وجود مبارک يـې هم ځائے پۀ ځائے پړسيدلے وو۔ خلقو عرض اوکړو: کله چې دې پۀ وړومبي ځل وچيچلۍ نو تاسو هٰغه وخت نـمونځ ولې مات نۀ کړو؟ وه يـې فرمائيل: ما يو سُورت شروع کړے وو، زړۀ مې غوښتل چې هغه پوره شي (نو بيا به سلام وګرځوم)۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور اوکړئ چې د بے نيازۍ څومره ښکلے شان دے، زهريلا حشرات]خزنده[ يـې چيچي، تکليف ورته رسيږي، وجود يـې پړسيږي خو اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نـمونځونو عاشق هم وو، د قرآن عاشق هم وو، تکليف يـې برداشت کولو خو نـمونځ او تلاوت ودرول يـې ښه نۀ ګڼل۔
کاش چې زمونږ هم د اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ شان فيضان نصيب شي، ګنې نو زمونږ حال خو د وئيلو نۀ دے، افسوس چې زمونږ پۀ نـمونځ کښې زړۀ نۀ لګي، وړومبے خو ډير داسې خلق دي کوم چې هډو نـمونځ نۀ کوي، تاسو اوس حالاتو ته وګورئ چې د اختر پۀ نـمونځ کښې پۀ جومات کښې اخري اِجتماع وي، ماسپښين د نـمونځ د پاره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami