Share this link via
Personality Websites!
به يـې زړۀ له غسل ورکولو، چي پاک صفا به شو نو حديثِ پاک به يـې وليکلو۔
جِے دُھْوَاں مُنْہ عِطْرْ گُلَابُوْں دَمْ دَمْ وَارْ ہَزَارَاں
ہُوْوَاں نَاہْ اَجِے نَامْ لِیْوَنْ دِےْ لَائِق شَاہِ اَبْرَارَاں
وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! کۀ زۀ خپله خُله پۀ زرګونو ځل پۀ مشکو او پۀ ګلاب وينځم نو بيا هُم ستاسو د نوم مبارک د اخستو لائق نۀ شم جوړيدے.
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دې ښکلي انداز کښې چې کوم عشقِ رسول ښکاري، هغه خو هسې هم دے، د دې سره سره مونږ ته دا سبق ميلاؤيږي چې نيکۍ خاص طور نـمونځونه د خپلو کارونو برخه جوړول پکار دي۔ وګورئ چې مونږ د کور نه دفتر يا دکان ته ځو، پۀ دې کښې مونږ څومره کارونه کوو: * د ګاډي چابي راخستل * ګاډے راويستل * صفا کول * تيل چيک کول * دکان ته تلل * تالا پرانستل * سامان کتل * خوارۀ وارۀ څيزونه راټولول۔۔۔ وغيره وغيره۔ داسې غور کوئ! زمونږ پۀ هر يو کار کښې دننه ډير کارونه وي او مونږ هر وخت دغه ټول کارونه کوو هم۔ که مونږ ځينې نيکۍ هم د دې کارونو برخه جوړه کړو نو څنګه چې دا کارونه کيږي، داسې به نيکۍ هم کيږي۔ مثلاً * پوخ نيت اوکړئ چې دُکان ته پۀ رسيدو به د ټولو نه مخکښې 2 رکعته نفل کووم۔ اوس چې د دکان د پاره څنګه تالا پرانستل يو کار دے، داسې 2 نفلونه هم يو کار شو۔ بس پۀ دې باندې ضرور عمل اوکړئ! * هر ځل به د ګَلې د پرانستو نه مخکښې يو ځل درودِ پاک لولم * هر ځل به پۀ ګاډي کښې چې څنګه کښينم نو بِسمِ الله به لولم، 5 کرته به درودِ پاک لولم * هر ځل چې څنګه کور ته ننوځم نو سُورۀ اِخلاص به لولم۔ داسې چې څنګه مونږه د امروزه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami