Book Name:Ahl e Jannat Aur Ahl e Jahannum Ka Mukalima
ځان نه پوښتنه اوکړه: وايه ستا څۀ پکار دي (د دوزخ عذاب يا د دې نه نجات)؟ نفس ووئيل: (نجات پکار دے، دي دپاره ) زۀ غواړم چې دُنيا ته واپس لاړ شم او داسې عمل اوکړم د کوم پۀ وجه چې ما ته د دوزخ نه نجات حاصل شي۔ د دې نه پس هغوئي دا خيال اوکړو چې لکه هغوئي پۀ جَنَّت کښې دي، د هٰغه ځائے ميوې خوري، د جَنَّتي نهرونو شربتونه څښي، د دې خيال کولو نه پس هغوئي د خپل ځان نه پوښتنه اوکړه: اے نفسه! ستا د کوم څيز خواهش دے (د جَنَّت که د دوزخ)؟ نفس ووئيل: (زما د جَنَّت خواهش دے، دي وجې نه ) زۀ غواړم چې دُنيا ته لاړ شم او نيک عمل اوکړم د پاره د دې چې د جَنَّت ډير نعمتونه بيامونځم۔ د دې نه پس هغوئي خپل ځان ته وفرمائيل: اے نفسه! في الـحال تا ته مهلت ميلاؤ شو(يعنې لا اوس تۀ پۀ دُنيا کښې يـې، نيک اعمال اوکړه او د جَنَّت تياري اوکړه)۔ ([1])
کچھ نیکیاں کما لے، جلد آخرت بنا لے کوئی نہیں بھروسہ اے بھائی زندگی کا([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے کاش چې زمونږ هم د قبر او د اخرت او د قيامت د معاملو پۀ باره کښې د غور او فِکر عادت جوړ شي۔ کاش چې که روزانه نۀ وي نو کم از کم پۀ هفته کښې يو ځل هديرې ته حاضري نصيب شي، د قبرونو پۀ يادولو د مرګ د يادولو توفيق نصيب شي۔ يو ځل يو کَس دربارِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو او د زړۀ د سختۍ شکايت يـې اوکړو، خوږ آقا او مولیٰ، د دواړو جهانو داتا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: قبرونو ته ګوره او د حشر پۀ ورځ د راپاڅيدو پۀ باره کښې غور او فِکر کوه۔ ([3])