Book Name:Ahl e Jannat Aur Ahl e Jahannum Ka Mukalima
کتلو وخت ختم شي او د سزا او د جزا وخت به شروع شي،لهذا چې څۀ کتل دي، خپل جاج اخستل دي، د خپلو اعمالو حساب کتاب کول دي، د دُنيا پۀ دې ژوند کښې کول دي۔
خير دا د کافرانو صفت دے چې هغوئي پۀ قيامت باندې يقين نۀ لري، مونږ مسلمانان يو، مونږ بے شکه چې قيامت منو، پۀ دې باندې يقين لرو، خو افسوس چې زمونږه کردار، زمونږ د ژوند تيرولو طور طريقې داسې روانې دي لکه چې مونږ به هډو مړۀ کيږو نۀ، هميشه به پۀ دې دُنيا کښې اوسيږو۔ حالانکې مونږ ته معلومه ده چې داسې هيڅکله هم نۀ ده، مونږ به مړۀ کيږو، پۀ قبر کښې پۀ زرګونو کاله قيام دے، بيا د قيامت پۀ ورځ باندې راپاڅيدل دي، د الله پاک پۀ دربار کښې پيش کيدل او د خپلو اعمالو حساب ورکول دي۔ پۀ خُدائے مې دې قَسم وي که د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ خيال زمونږ پۀ ذِهنونو کښې کښيني نو مونږ به پۀ صحيح معنو کښې مسلمانان شو، زمونږ د کيناستو پاڅيدو، تګ راتګ، د ژوند د تيرولو انداز به هم بالکل بدل شي ځکه چې د قيامت د سوچ کولو سره زړۀ نرميږي، د ګناهونو نه نفرت پيدا کيږي او د نيکو رغبت نصيب کيږي، ځکه د دِين بزرګانو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم روزانه څۀ وخت د مرګ او د قبر او د اخرت پۀ باره کښې د غور او فِکر کولو نصيحت کړے دے، پۀ حديثِ پاک کښې هم د داسې فِکر پۀ باره کښې اِرشاد دے: د لږ ساعت د پاره غور او فِکر کول د ټولې شپې د قيام نه بهتر دے۔
د حضرت اِبراهيم تيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ باره کښې منقول دي چې يوه ورځ هغوئي خيال کولو چې هغوئي پۀ دوزخ کښې دي او د وور پۀ زنځيرونو تړلے شوے زقوم (يعنې زهريلا ازغنه ونه) خوري او د دوزخيانو وينې زغوې څښي، د دې خيال نه پس هغوئي د خپل