Book Name:Ameer e Ahlesunnat Ki Naatia Shaeri
بے یار و مددگار جنہیں کوئی نہ پوچھے ایسوں کا تجھے یار و مددگار بنایا([1])
وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! الله پاک تاسو ته د خپلو خزانو کنجيانې درعطا کړې دي او تاسو يـې مالِک او مُختار جوړ کړي يـۍ، چا ته چې څۀ غواړۍ ورعطا کوې يـې، څۀ چې غواړۍ عطا کوۍ يـې، د دُنيا بادشاهان خو ستاسو پۀ مخکښې سوالګري دي، اصلي اِختيار خو هم ستاسو دے، د چا چې پۀ دُنيا کښې څوک تپوس کولو والا نۀ وي الله پاک تاسو د داسې خلقو مددګار جوړ کړي يـۍ۔
اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ليکلي دي:
حق نے کردیا مالک تم کو سب خزانوں کا تم نے ہی کِھلایا ہے تم نے ہی پِلایا ہے
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سخاوت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير لوئي سخي دے، څۀ چې ورسره وي تقسيموي يـې، کله هم څوک منع کوي نۀ، څوک سوالګرے د خپل دربار نه خالي لاسونه نۀ ليږي۔ حضرت جابر بن عبدُ الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي چې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرې هم يو سوالګري ته پۀ جواب کښې لَا (نا) لفظ نۀ دے فرمائيلے۔([2]) د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا صفت يـې بيان کړے دے او اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ليکلي دي:
کوئی خالی نہیں لوٹا کبھی دَر سے آقا ہے سخی آپ کا دَربار رَسولِ عَرَبی([3])