Share this link via
Personality Websites!
پۀ يو ځائے کښې اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ليکلي دي:
مالک و مختارِ ما، صلِّ علیٰ خوش آمدید نائبِ ربُّ العُلیٰ صلِّ علیٰ خوش آمدید([1])
مفهوم: يعنې اے د الله پاک حقيقي نائبه او د هغۀ د مُلک مالکه او مختاره تاسو ته هرکلے۔
نور فرمائي چې دا عطاګانې ستاسو رَبّ فرمائيلې دي، د هغه فضل دے:
فضلِ خدا سے مالکِ کون و مکاں ہیں آپ دونوں جہان آپ کے ہیں اختیار میں ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا هم د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه څۀ د ځانه راجوړ کړے خيال نۀ دے بلکې د يو حديثِ پاک ترجماني ده۔ نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: وَاِنِّي اُعْطِيْتُ مَفَاتِيحَ خَزَائِنِ الاَ رْضِ بے شکه ما ته د زمکې د ټولو خزانو کنجيانې (Keys) راعطا کړے شوې دي۔([3])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مالِکِ کُل دے، د دُنيا ټولې خزانې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عطا کړے شوې دي، چا ته چې څۀ وغواړي ورعطا کوي يـې۔
کُنجی تمہیں دی اپنے خزانوں کی خُدا نے مَحْبُوب کیا مَالِک و مُخْتار بنایا
عَالَم کے سلاطین بھکاری ہیں بھکاری سَرکار بنایا تمہیں سَرکار بنایا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami