Jahannam Ke Azabat

Book Name:Jahannam Ke Azabat

د څښلو د پاره خوټکيدلې اوبۀ ورکولے شي، د عذاب فرښتے به هغوئي پۀ ګرزونو باندې وهي، د دزوخيانو ښپې به د سر پۀ ويښتو باندې تړلے شي او د ګناهونو پۀ تور والي باندې به د هغوئي مخونه تور شي، دوزخيان به د دوزخ نه چغې وهي او په دوزخ مقررې فرښتې حضرت مالِک عَلَیْهِ السَّلَام ته به داسې اوازونه کوي: اے مالکه! پۀ مونږ باندې د عذاب وعده رښتيا شوه، اے مالکه! بيړۍ پۀ مونږ باندې ډيرې درنې دي، اے مالکه زمونږه څرمنې پخې شوې دي، اے مالکه! اوس مونږ د دې نه اوباسه مونږ به بيا بد اعمال نۀ کوو۔ د دوزخ فرښتے به جواب ورکوي: هۍ افسوس! د امان وخت تير شو، اوس ستاسو د پاره د دوزخ نه د وتو هيڅ لار نشته! پراتۀ اوسۍ پۀ دې کښې رټلے شوي او خبرې مۀ کوئ، که تاسو يو ځل د دې نه ويستلے هم شۍ نو تاسو به بيا هم هغه کوۍ د کوم نه چې تاسو منع کولے شۍ۔

بيا به دوزخيان نا اُميده شي او پۀ خپلو ګناهونو باندې به افسوس کوي خو بيا به يـې دا پښيمانتيا هيڅ پۀ کار نۀ راځي، نۀ به يـې افسوس څۀ فائده کوي۔ دوزخيانو ته به طوق اچولے شي او پړ مخې به دوزخ ته غورځولے شي، پۀ هغوئي باندې به د بره، لاندې، ښي ګڅ هر طرف نه صرف وور وي، هغوئي به پۀ وور کښې دننه غرق وي، هم وور به د هغوئي خوراک وي، هم وور به يـې لباس  او هم وور به د هغوئي بستره وي، دوزخيانو ته به د تارکولو جامې اغوستے کيږي، دوزخيان به پۀ ګرزونو وهلے کيږي، دوزخيانو ته به درنې بيړۍ اچولے کيږي، دوزخيان به د دوزخ پۀ تنګو درو کښې چغې وهي او د دې پۀ ژورو کندو کښې به ورته واګې اچولے شوې وي۔ پۀ دوزخيانو به د کټوۍ پۀ شان جوش وهونکے وور اچولے شي هغوئي به واويله کوي، فرياد او زاري به کوي او چغي به وهي، دوزخيان به چې کله هم مرګ غواړي د هغوئي پۀ سرونو باندې به خوټکيدلې اوبۀ اچولے شي کومې چې به د هغوئي څرمن او د خِيټې دننه هر څه وِيلې کړي، د دوزخيانو د پاره