Book Name:Surah e Mulk Fazail o Mazameen
پخپله هم د سُورۀ مُلک تِلاوت کوه او خپل کور والؤ، خپل اولاد، د کور ماشومانو او ګاؤنډيانو ته يـې هم وښايه ځکه چې دا نجات ورکوونکے او جګړه کوونکے دے۔ دا به د قيامت پۀ ورځ د خپل لوستونکي د پاره د الله پاک سره جګړه کوي او د هغه د پاره به د دوزخ د عذاب نه د نجات غوښتنه کوي او د دۀ لوستونکے به د قبر د عذاب نه محفوظ وي۔([1])
د حضرت اَنس بِن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې رسولِ هاشمي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: يو کَس وفات شو، هغه ته صرف سُورۀ مُلک ياد وو، کله چې هغه قبر ته کوز کړے شو او د عذاب فرښته راغله نو دا سُورت هغۀ ته مخامخ شو، فرښتے ووئيل: تۀ د کتابُ الله [د الله پاک د کتاب] نه يـې او زما ستا سره بے ادبي هيڅکله خوښه نۀ ده، زۀ ستا د پاره، د دې مړي د پاره او د ځان د پاره د هيڅ ګټې او نقصان مالِک نۀ يم، که تۀ دے د عذاب نه بچ کول غواړې نو زما سره د الله پاک دربار ته لاړ شه او د دۀ د پاره سفارش اوکړه۔ نو سُورۀ مُلک د الله پاک دربار ته ورسيدو او عرض يـې اوکړو: اے زما ربه! ستا فلانکي بنده زۀ ستا د کتاب نه منتخب کړم او زده يـې کړم او زما تِلاوت يـې اوکړو، آيا تۀ به هغه پۀ وور سيزې او عذاب به ورکوې حالانکې زۀ د هغۀ پۀ سينه کښې يم؟ اِلٰہی! که ستا هم دا اِراده ده نو ما د خپل کتاب نه لرې کړه۔ الله پاک وفرمائيل: زۀ تا ناراضه وينم۔ سُورۀ مُلک عرض اوکړو: ناراضه کيدل زما حق دے۔ الله پاک اِرشاد وفرمائيلو: لاړ شه ما هغه تا ته حواله کړو او د هغۀ پۀ حق کښې مې ستا سفارش قبول