Book Name:Surah e Mulk Fazail o Mazameen
پۀ روايت کښې دي: سُورۀ مُلک به د خپل لوستونکي د طرف نه جګړه کوي د دې پورې چې هغه به جَنَّت ته داخِل کړي۔([1])
د قبر د عذاب نه بچ کوونکے سُورت
حضرت عبد الله بن مَسعُود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: څوک چې روزانه د شپې د سُورۀ مُلک تِلاوت کوي، کله چې هغه قبر ته لاړ شي او د عذاب فرښتے د هغه د ښپو د طرف نه راشي نو د هغۀ ښپې به وائي: ستا د پاره دلته هيڅ لار نشته، ځکه چې دۀ به (پۀ شپه کښې) سُورۀ مُلک لوستلو۔ بيا به فرښتے د هغۀ د خِيټې د اړخ نه راشي نو هغه به وائي: ستا د پاره زما د طرف نه هم هيڅ لار نشته ځکه چې دۀ پۀ ما کښې دننه سُورۀ مُلک ياد ساتلے وو، بيا به هغه د هغۀ د سر د اړخ نه راشي نو سر به وائي: ستا د پاره زما د طرف نه هم هيڅ لار نشته، ځکه چې دۀ به (پۀ شپه کښې) سُورۀ مُلک هم زما نه لوستلو۔ نو څوک چې دا د شپې لولي ډير زيات او ښۀ عمل کوي۔([2])
حضرت عَبدُ الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما يو کَس ته وفرمائيل: آيا تاسو له زۀ د يوې داسې خبرې تحفه در نکړم کومه چې تا خوشحاله کړي؟ هغه ووئيل: ولې نۀ۔ اوئې فرمائيل: تۀ