Book Name:Surah e Mulk Fazail o Mazameen
راغلو، هغه د تکبر تګ پريښودو او وړاندې روان شو۔([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د غور مقام دے، مونږ واقعي چې ډير عاجزه مخلوق يو، خير پۀ دې کښې دے چې مونږ د الله پاک پۀ دربار کښې عاجزي او انکساري اختيار کړو او خپل سر هميشه د هغۀ پۀ مخکښې ټيټ ساتو۔
اُچے بَوْل نہ بَوْل ظَہُوْرِی ربّ دَے بَنْدِے کِہْہ گئے نَیں
نِیْوِیْں پَا کے ٹُردیاں رہنا چَنْگَا لگدا اے([2])
وضاحت: اے ظهوريؔ! د الله پاک نيکانو بندګانو وئيلي دي چې چرې هم لوئي خبرې مۀ کوه! بس پۀ عاجزۍ سره پۀ سر ټيټولو ژوند تيرول، ډير ښه لګي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چې دا ثابته شوه چې ټول اِختيار د الله پاک دے، نو دلته يو عام شان سوال پيدا کيږي چې آيا مونږ مجبور محض يو۔۔۔؟ د سُورۀ مُلک د دويم مرکزي مضمون نه زمونږ د دې سوال جواب ميلاؤيږي، د دې مبارک سُورت پۀ دويم آيت کښې اِرشاد دے:
الَّذِیْ خَلَقَ الْمَوْتَ وَ الْحَیٰوةَ لِیَبْلُوَكُمْ اَیُّكُمْ اَحْسَنُ عَمَلًاؕ-وَ هُوَ الْعَزِیْزُ الْغَفُوْرُۙ(۲) (پارہ:29، سورۀ مُلْک:2)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه ذات چا چې مرګ او ژوند پيدا کړل د پاره