Book Name:Surah e Mulk Fazail o Mazameen
داسې عذابونه نشو اِيسارولے او نۀ يـې مقابله کولے شو نو بيا دا سرکشي ولې۔۔۔؟ بيا دا اَنَا، دا غرور، دا تکبر، دا نافرماني څنګه۔۔۔؟ بيا ولې د الله پاک پۀ دربار کښې سر نۀ ښکته کوو؟ ولې د هغۀ عاجزه بندګان نۀ جوړيږو؟
يو ډير ظالِم حکمران تير شوے دے: حجاج بن يُوسُف۔ د هغۀ د فوځ يو مشر وو، د کوم نوم چې مُهَلِّب وو۔ يوه ورځ مُهَلِّب د ريښمو جامې اغوستې وې او پۀ فخر او غرور سره روان وو، حضرت مُطَرِّف بن عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې هغه داسې پۀ تکبر کښې پۀ ګرځيدو وليدو نو پۀ زړۀ کښې يـې د نيکۍ د دعوت جذبه رابيداره شوه، حضرت مُطَرَف بن عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُهلِب له تشريف يوړلو او اوئې فرمائيل: اے د الله بنده! د ګرځيدو دا انداز د الله پاک د ناخوښه خلقو او د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دښمنانو دے۔
مُهَلِّب د فوځ سر لښکر وو، د عهدې او د منصب نشه د هغۀ پۀ مزغو سورۀ وه، کله چې هغۀ وکتل چې يو کَس هغۀ ته نصيحت کوي نو پۀ غصه کښې يـې ووئيل: آيا تۀ ما نۀ پيژنې چې زۀ څوک يم؟ حضرت مُطَرَف بن عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم مَاشَآءَ اللہ! د ژوندے زړۀ لرونکے وو، هغوئي پۀ نرمۍ سره اِرشاد وفرمائيلو: آؤ! پيژنم دې چې تۀ څوک يـې: اَوَّلُکَ نُطْفَۃٌ مَذِرَۃٌ ستا وړومبے حالت دا دے چې تۀ يو نا پاک څاڅکے وې، وَ آخِرُکَ جِیْفَۃٌ قَذِرَۃٌ ستا اخري حالت به دا وي چې تۀ به سخا مُردار شې وَاَنْتَ تَحْمِلُ الْعَذِرَۃَ او (د دې دواړو حالتونو ترمينځه) تۀ پۀ خِيټه کښې ګند ګرځوې۔ پۀ دې اوريدو د مُهلِّب عقل ځائے له