Book Name:Surah e Mulk Fazail o Mazameen
مُلک مونږ ته وائي چې اے اِنسانه۔۔۔!! لږ خپل حيثيت ته وګوره۔۔۔!! د ځان پۀ بے وسۍ باندې غور اوکړه! د خپلې اَنَا، غرور او تکبر نه ووځه او د الله پاک پۀ دربار کښې د عاجزۍ نه سر ټيټ کړه۔۔۔!!
خپله دا بے وسي مخې ته کيږدئ او د سُورۀ مُلک آيت: 16 او 17 واورئ، الله پاک فرمائي:
ءَاَمِنْتُمْ مَّنْ فِی السَّمَآءِ اَنْ یَّخْسِفَ بِكُمُ الْاَرْضَ فَاِذَا هِیَ تَمُوْرُۙ(۱۶) اَمْ اَمِنْتُمْ مَّنْ فِی السَّمَآءِ اَنْ یُّرْسِلَ عَلَیْكُمْ حَاصِبًاؕ-فَسَتَعْلَمُوْنَ كَیْفَ نَذِیْرِ(۱۷) (پارہ:29، سورۀ مُلْک:16-17)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا تاسو د هٰغه الله نه بے ويرې شوۍ د چا بادشاهي چې پۀ اسمان کښې ده د دې خبرې نه چې هغه تاسو پۀ زمکه ښکته راښکي [ننباسي] نو هغه زمکه به ناڅاپه پۀ رپيدو شي۔ يا تاسو د هغۀ نه بے ويرې شوۍ د چا بادشاهي چې پۀ اسمان کښې ده، د دې خبرې نه چې هغه پۀ تاسو د کاڼو باران را اوليږي، نو تاسو به زر پوهه شۍ چې زما ويرول څنګه وو۔
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! سوچ اوکړئ! ښه پۀ ارام، ځانله کښينئ او غور اوکړئ! مونږ چې کوم عاجزه يو، مونږ چې کوم بے کاره يو، مونږ چې کوم بے وسه يو، مونږ چې کوم پۀ خپلو ساه ګانو باندې اِختيار هم نۀ لرو، که واقعي مونږ پۀ زمکه باندې دننه کړے شو، پۀ مونږ باندې د اسمان نه کاڼي را اوورولے شي نو زمونږ به څۀ کيږي؟ چې مونږ