Surah e Mulk Fazail o Mazameen

Book Name:Surah e Mulk Fazail o Mazameen

د دې آيت مبارک پۀ اوريدو هٰغه فلسفي پۀ تکبر او غرور کښې ووئيل: دا کوم ګران کار دے، که الله پاک اوبۀ پۀ زمکه کښې ننباسي نو مونږ به د سائنس پۀ زور د مختلفو آلو پۀ ذريعه اوبۀ بيا راوباسو۔ دې کافِر او مُنکر فلسفي دا خبره اوکړه او پۀ خپله لاره روان شو، د شپې چې کله دے اودۀ شو نو خوب يـې وليدو چې يو ډير طاقتور کَس راغلو، هغه هٰغه فلسفي له پۀ مخ يوه مضبوطه څپيړه ورکړه، د هغۀ دواړه سترګې را ووتلې او ورسره چې پۀ سترګو کښې چي کوم نُور وو يو څاڅکے اوبۀ وې هغه پۀ زمکه باندې پريوتلې او وچې شوې۔

پۀ خوب کښې راغلي هٰغه کَس ورته هم پۀ خوب کښې ووئيل: اے بد بخته! که تۀ واقعي د کودالې، بيلچې او نورو سائنسي آلو پۀ ذريعه د الله پاک د مدد نه بغير د زمکې نه اوبۀ راويستے شې نو د خپلو سترګو نه وتلي دا دوه څاڅکي اوبۀ د زمکې نه راوباسه؟

سحر چې کله فلسفي راپاڅيدو نو سترګې يـې چاودلې وې، هيڅ ورته نۀ ښکاريدل، د غرور او تکبر ټوله نشه ترې تلې وه او الله، الله چغې يـې وهلې۔([1])

کسی کو تاجِ وقار بخشے، کسی کو ذِلَّت کے غار بخشے

جو سب کے ماتھے پہ مہرِ قُدْرت لگا رہا ہے، وہی خُدا ہے

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                                                                   صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور اوکړئ چې مونږه څومره عاجزه مخلوق يو۔ سُورۀ


 

 



[1]...مثنوی معنوی، دفتر دوم، انکار فلسفی بر ...الخ، صفحہ:196-197 مفصلًا۔