Surah e Mulk Fazail o Mazameen

Book Name:Surah e Mulk Fazail o Mazameen

يعنې مُلک، قُدرت، اِختيار ټول پۀ ټوله د الله پاک دے۔ هم هغه د دې شان مالِک دے د کوم خوښه چې پۀ دې کائنات کښې نافذه ده۔ يو شاعر وئيلي وو:

کسی کو سوچوں نے کب سراہا، وہی ہُوا جو خُدا نے چاہا

جو سب کے ماتھے پہ مہر قدرت لگا رہا ہے، وہی خُدا ہے

غرور د اِنسان سره نۀ ښائي

زمونږ د اِنسانانو يوه کمزوري ده، زمونږ چې کله لږ شان طاقت، قوت، اِختيار لاس ته راشي نو مونږ هڅې بے هيڅه د غرور او تکبر ښکار کيږو * فرعون ته وګورئ! د هغه چې تاج او تخت نصيب شو نو ځان ته يـې خُدائے وئيل شروع کړل * نمرود بد بخته ته چې اختيارات ميلاؤ شول نو د خُدايۍ دعویٰ يـې اوکړه * هم داسې نور څومره تير شوي دي، نن به هم څومره داسي خلق وي، چې هڅې بے هيڅه د غرور او تکبر ښکار کيږي۔ مولانا رُوم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي:

نَفْسِ کَسْ رَا فِرْعَوْن نَیْسْتْ

لَیْک اُو رَا عَوْن کَسْ رَا عَوْن نَیْستْ

مفهوم: يعنې هغه څوک دے د چا نَفسِ اَمَّاره [يعنې پۀ ګناهونو باندې راپارونکے نفس] چې فرعون نۀ دے، خبره دا ده چې د هٰغه فرعون تاج او تخت او حکومت لاس ته راغلے وو، زمونږ دا څيزونه نۀ دي نصيب شوي۔ که لاس ته راشي نو عام خلق به هم پۀ فرعون جوړيدو کښې وخت نۀ لګوي ۔