Surah e Mulk Fazail o Mazameen

Book Name:Surah e Mulk Fazail o Mazameen

واقعې چې زما د رَبِّ کريم څومره عظيم شان دے۔۔۔!! څومره اعلیٰ تخليقات يې دي، د دې پۀ ليدو، پۀ دې باندې پۀ غور کولو، د اِيمان والؤ زړونه پۀ تيز اواز چغه کوي :

تَبٰرَكَ الَّذِیْ بِیَدِهِ الْمُلْكُ٘- وَ هُوَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرُۙ(ﰳ۱) (پارہ:29، سورۀ مُلْک:1)

 [مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د لوئي برکت خاوند دے هٰغه ذات د چا پۀ قبضه کښې چې ټوله بادشاهي ده او هغه پۀ هر څيز ډير ښه قادر دے۔  

د سُورۀ مُلک دوه مرکزي مضمونونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! هسې خو پۀ سُورۀ مُلک کښې نور هم ډير ښکلي ښکلي مضمونونه دي، البته! ډير اهم مضمونونه کوم چې د دې سُورت مرکزي مضمونونه ګرځولے کيدے شي، هغه 2 دي:

(1): مُلک، قدرت، اِختيار هر څۀ د الله دي

وړومبے اهم مرکزي مضمون هٰغه دے کوم چې د دې سُورت بالکل پۀ وړومبۍ جمله کښې اِرشاد شوے:

تَبٰرَكَ الَّذِیْ بِیَدِهِ الْمُلْكُ٘- (پارہ:29، سورۀ مُلْک:1)

 [مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د لوئي برکت خاوند دے هٰغه ذات د چا پۀ قبضه کښې چې ټوله بادشاهي ده۔