Book Name:Rah e Ibadat Ki Rukawatain
کالو پورې د هغوئي هم دا معمول وو ([1]) * اِمام احمد بن حنبل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به روزانه 300 رکعته نفلونه کول ([2]) * د حضرت ثابِت بُناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د 50 کالو پورې دا طريقه وه چې هغوئي به ټوله ټوله شپه نـمونځ ادا کولو۔ ([3]) * د اِمامُ الائمه، اِمامِ اعظم اَبُو حَنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه معمول وو چې ټوله شپه به يـې عبادت کولو او تهجد به يـې کول۔ د 30 کالو پورې يـې دا انداز وو چې روزانه به يـې د شپې پۀ يو رکعت کښې ټول قرآنِ مجيد مکمل کولو۔ ([4])
اَللہُ اَکْبَر! اندازه ولګوئ چې دومره دومره موده پۀ روټين (Routine) سره، د مستقل مزاجۍ سره عبادت کول، عبادت کول، پۀ مينځ کښې پکښې قضا نۀ راوستل، څومره د کمال خبره ده۔ الله پاک دې زمونږ هم داسې توفيق نصيب کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د عبادت دلارې خنډان
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! 4 څيزونه دي کوم چې د عبادت پۀ لاره کښې