Book Name:Rah e Ibadat Ki Rukawatain
هغه د ټولو جهانونو پالونکے هم دے، نو بس د هغۀ عبادت کوه! (2): دويم حکم يـې دا اوکړو چې
وَ اصۡطَبِرۡ لِعِبَادَتِہٖ ؕ
(پارہ:16، سورۀ مریم:65) [مفهوم]
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هغۀ پۀ عبادت کلک ودريږه۔
يعنې د عبادت پۀ لاره کښې که مشکلات راځي، خواري کول وي خو تاسو پۀ دې باندې ثابت قدم اوسئ، کلک ودريږئ، پۀ مستقل مزاجۍ سره عبادت کوئ! ([1])
د رمضان پۀ ټوله مياشت کښې عبادت کوئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يو بهترين سبق دے: عبادت کول او پۀ کلک ودريدو، پۀ مستقل مزاجۍ سره کول۔ دلته دا يوه لويه مسئله ده۔ مونږ د عبادت طرف ته خو مائله کيږو خو پۀ هغې باندې اِستقامت نۀ اِختياروو، پۀ عبادت باندي هميش والے نۀ اختياروو۔ اوس لکه چې څنګه رَمَضَانُ المُبَارَک تشريف راوړو، د رَمَضَانُ المُبَارَک پۀ راتللو سره د عبادت رغبت زياتيږي، مونږ ډيرې نيکې اِرادې کوو خو پۀ ورو ورو پۀ شوق کښې کمے راتلل شروع شي، د رَمَضَانُ المُبَارَک پۀ وړومبۍ عشره کښې پۀ جوماتونو کښې رش وي، پۀ تراويح کښې هم ښه ډير خلق پۀ نظر راځي، د تِلاوت طرف ته هم خلق مائله کيږي خو پۀ دويمه عشره کښې دا شوق کميږي، د نـمونځ کوونکو شميره هم کمه شي، پۀ تراويح کښې هم لږ خلق پاتې شي ، دا چې کوم کمے دے، دا نۀ دے پکار دے، دا ښه