Book Name:Rah e Ibadat Ki Rukawatain
جَمعې پۀ وخت د موبائل آټو سائلنټ کولو آپشن هم موجود دے پۀ کوم کښې چې د جَمعې وخت پۀ درج کولو موبائيل پۀ آټو سائلنټ لګيدے شي۔ د دې نه علاوه نور هم ډير فيچر پۀدې ايپلي کيشن کښې موجود دي۔ هم نن دا ايپلي کيشن ډاؤن لوډ کړئ، د دې سهولتونو نه پخپله هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
صحيح څۀ دي؟
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: د روژې پۀ حالت کښې ويښتۀ او نوکان کټ کول جائز دي۔
وضاحت: د روژې پۀ حالت کښې د سر ويښتۀ، د ترخونو ويښتۀ، د نوم نه لاندې ويښتۀ کټ کولے شي او نوکان هم کټ کولے شۍ۔ پۀ دې سره پۀ روژه باندې هم اثر نۀ پريوځي۔ آؤ! د دې خبرې خيال ساتئ چي نوکان پۀ نوک تراش (Nail cutter) سره کټ کول پکار دي که چا پۀ خُله نوکان کټ کړۀ او وه يـې خوړل نو د هغۀ روژه به ماته شي۔ ([1])
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ