Rah e Ibadat Ki Rukawatain

Book Name:Rah e Ibadat Ki Rukawatain

 

يو ښه نصيحت

يو نيک بزرګ وو، د هغوئي خوا له به خلق کيناستل، او ښې ښې خبرې به يـې تري زده کولې، د هغوئي عادت وو چې کله به تري خلق روانيدل نو ورته فرمائيل به يـې: چې د دې ځائے نه بهر ووځۍ نو جُدا جُدا  شئ، که يو ځائے ځۍ نو پۀ خپل مينځ کښې به خبرې کوۍ۔ يواځې يواځې چې ځۍ نو کيدے شي چې د تِلاوت طرف ته مو توجه شي او تاسو پۀ لاره د تللو پۀ وخت د تِلاوت سعادت ومومۍ! ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د دوستانو سره کيناستل، ګپونه لګول هم د عبادت نه منع کول کوي، ځکه بهتره ده چې مونږ تنهائي اِختيار کړو۔ دا د اِنسان فِطرت دے چې مونږ فارغ نشو کيناستے، چې بالکل فارغ يو، هيڅ هم نۀ کوو نو ستړي کيږو او بيزاره کيږو، ځکه زمونږ څۀ نا څۀ مصروفيت لازمي پکار وي، دلته خلق ځان پۀ څۀ کښې مصروفه کوي؟ * موبائل راواخلي او کښيني، بيا خو که ټوله شپه هم تيره شي نو خبريږي ترينه نۀ * دغه شان چې د دوستانو سره کښيني نو ګپونه شروع کړي، ډيرې ګينټې تيرې کړي۔

د دې خنډ [يعنې رکاوټ] نه ځان ساتئ! کوشش کوئ چې پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې زيات نه زيات وخت پۀ تنهايۍ کښې تير کړئ، پۀ نيک کار کښې يـې تير کړئ۔ د دې يو بهترين حل خو دا دے چې اِعتکاف اوکړئ! ټول وخت به مو پۀ جومات کښې تيريږي، که هيڅ هم نۀ کوۍ نو پۀ جومات کښې د کيناستو ثواب خو به مو کيږي، بيا چې د دې


 

 



[1]... قیمۃ الزمن عند العلماء، نماذج رائعۃ من المحافظہ...الخ، صفحہ:104۔