Book Name:Rah e Ibadat Ki Rukawatain
نـمونځ باندې مئين هٰغه انصاري صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ووئيل: ما پۀ نـمونځ کښې د يو سُورت تِلاوت شروع کړے وو، ما دا ښه اونۀ ګڼل چې سُورت پۀ نيمه کښې پريږدم او نـمونځ مات کړم۔ پۀ خُدائے مې دې قَسم وي! که ماته حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د څوکۍ ذمه واري نۀ وه سپارلې نو ما به خپل ژوند ورکړے وو خو سُورت به مې ضرور مکمل کولو۔ ([1])
عِبادت میں لگ جائے دل یاالہٰی! مرے دل سے غَفلت کا پردہ ہٹا دے
خدا! نفس نے ہے تباہی مچائی مری سب بری خواہشوں کو مٹا دے([2])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره د کمال صبر دے، پۀ غشي ولګيدو، ظاهره ده چې درد به يـې کولو، د دې باوجود صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ عبادت کښې مصروف وو، کاش چې مونږ هم د داسې صبر والا جوړ شو، دلته خو حالت څۀ بل شان دے، پۀ وړو وړو خبرو خلق د عبادت نه محرومه پاتې کيږي * که افطار پارټي وي نو د ماښام نـمونځ ناوخته کوي * جَمعه پريښودلے کيږي * بلکې نـمونځ هم قضا کيږي، دا هم څۀ لرې نۀ ده * پۀ سَر معمولي شان درد وي * معمولي تکليف راشي * د دُنيا څۀ کار راپيښ شي نو جَمعه پريښودلے کيږي، نـمونځونه قضا کولے شي ، د معمول اوراد او وظيفې پريښودلے کيږي۔۔۔!! کاش چې زمونږ هم پۀ عبادت باندې صبر نصيب شي۔ عبادت کول، ضرور کول دي، زمونږ د ژوند اصلي مقصد هم عبادت دے نو پۀ دې باندې صبر اِختيار کړئ! ګرانه به وي، کارونه