Book Name:Ghazwa e Badar Aur Maula Ali Ki Shan
حمزه رَضِىَ اللهُ عَنْهُ د شيبه سره او حضرت عبيده رَضِىَ اللهُ عَنْهُ د وليد سره مقابله اوکړه او پۀ لږ ساعت کښې يـې درې واړه غير مسلمه دوزخ ته وليږل۔ ([1])
حضرت ابو جعفر محمد باقر بن علي زين العابدين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د بدر پۀ ورځ د اسمان نه يوې فرښتے اواز اوکړو:
لَا سَیْفَ اِلَّا ذُو الْفَقِارٍ وَ لَا فَتیٰ اِلَّا عَلِیًّ
ترجمه: اصلي توره خو ذو الفقار (يعنې د رسولِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم توره) ده او حقيقي ځوان يعنې بهادر خو حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَنْهُ دے۔ ([2]) سُبْحٰنَ اللہ!
مُرتَضیٰ شیرِ حق اَشْجَعُ الْاَشْجَعِیْں ساقیِ شِیر وشربت پہ لاکھوں سلام
شیرِ شمشیر زَن شاہِ خَیبر شِکَن پَرتَوِ دستِ قدرت پہ لاکھوں سلام([3])
وضاحت: پۀ حضرت علي المُرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَنْهُ * د الله پاک پۀ ازمري * پۀ بهادرو کښې د ټولو نه پۀ لوئې بهادر او * پۀ ميلمنو باندې پۍ او شربت څښوونکي مولائے کائنات رَضِىَ اللهُ عَنْهُ باندې دې پۀ لکونو سلامونه نازل شي * مولا علي المُرتضیٰ شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَنْهُ د ازمري پۀ شان پۀ بهادرۍ سره توره وهوونکے * د خيبر دروازه ماتوونکے * د دَستِ قُدرت فيضان موندونکے دے، پۀ هغوئي باندې دې پۀ لکونو سلامونه نازل شي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې موقع باندې دا آيتونه نازل شول، الله پاک فرمائي: