Ghazwa e Badar Aur Maula Ali Ki Shan

Book Name:Ghazwa e Badar Aur Maula Ali Ki Shan

د پاره درې کرته هجرت اوکړو، د اِسلام پۀ وړومبي دور کښې درې هجرتونه شوي دي: 2 کرته د حبشې (Abyssinia) طرف او دريم هجرت د مکے مکرمې نه مدينے منورې ته۔ حضرت رُقَيَّه رَضِىَ اللهُ عَـنْها دا درې واړه هجرتونه کړي ۔ ([1]) * کله چې پۀ وړومبي ځل هغه او حضرت عثمانِ غني  رَضِىَ اللهُ عَنْهُ د حبشه طرف ته د هجرت د پاره روان شول نو سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  وفرمائيل: د حضرت لُوط او اِبراهيم عَلَیْهِما السَّلَام نه پس عثمان وړومبے کَس دے چاچې د خپل کور والؤ سره د الله پاک پۀ لار کښې هجرت کړے دے۔ ([2])

د حضرت رُقَيَّه رَضِىَ اللهُ عَـنْها نور هم ډير فضيلتونه دي، که د هغې او د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د ټول اولاد مبارک تفصيلي ذِکر لوستل غواړۍ نو د مکـتبة الـمدينه کتاب آقا کے شہزادے و شہزادیاں ولولئ! دا کتاب د دعوتِ اِسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه هم ډاؤن لوډ کيدے شي۔

خونِ خیرُ الرُّسُل سے ہے جن کا خمیر                                        اُن کی بے لَوث طِیْنَت پہ لاکھوں سلام([3])

وضاحت: د چا پيدائش چې د سيد المُرسلين، نُورِ مُجَسَّم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د وينې مبارکې نه دے د هغوئي پۀ بے عيبه او بے داغه سيرت باندې دې پۀ لکونو سلامونه نازل شي۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                                                                   صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد


 

 



[1]... آقا صَلَّی اللہ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم کے شہزادے شہزادیاں، صفحہ:69-71 خلاصۃً۔

[2]... مستدرک، کتاب معرفۃ الصحابۃ ، ذکر اول من ھاجر...الخ، جلد:5، صفحہ:60، حدیث:6933۔

[3]... حدائقِ بخشش، صفحہ:309۔