Ghazwa e Badar Aur Maula Ali Ki Shan

Book Name:Ghazwa e Badar Aur Maula Ali Ki Shan

لائق (الله) لاره وښودلے شوه۔

دا څلور اِنعامونه دي: (1): دوئي ته به جنَّتي باغونه عطا کولے شي (2): دلته به دوئي ته د سرو زرو کَړې (Golden Bracelets) او لعلونه (Pearls) اچولے شي (3): د دوئي جامې مبارکې به د ريښمو (Silk) وي (4): دوئي ته د پاکې خبرې هدايت اوکړے شو او د ټولو خوبيانو والا رَبِّ کريم لاره ورته وښودلے شوه۔

د مولیٰ علي  رَضِىَ اللهُ عَنْهُ 2 شانونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې ښکلو ښکلو آيتونو کښې د مسلمانانو د څلورم خليفه حضرت علي المُرتضیٰ شيرِ خُدا  رَضِىَ اللهُ عَنْهُ 2 شانونه بيان کړے شول:

(1): مولیٰ علي  رَضِىَ اللهُ عَنْهُ جنَّتي دے

وړومبے شان خو دا بيان کړے شوے چې پۀ دې آيت کښې هغوئي ته د جَنَّت، د هٰغه ځائے د بهترينو جامو او کالو زيرے ورکړے شوے دے۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! حضرت مولیٰ علي  رَضِىَ اللهُ عَنْهُ قطعي يقيني جَنَّتي دے بلکې يواځې هغوئي نۀ ټول صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَنْهُم جَنَّتيان دي۔

هر صحابيِ نبي!      جَنَّتي جَنَّتي    ټولې صحابيانې هُم!         جَنَّتي جَنَّتي

څلور ياران د نبي!   جَنَّتي جَنَّتي   حضرتِ صديق هُم         جَنَّتي جَنَّتي

او عُمر فاروق هُم    جَنَّتي جَنَّتي   عُثمانِ غني             جَنَّتي جَنَّتي

فاطِمه او علي        جَنَّتي جَنَّتي   دي حسن حُسين هُم        جَنَّتي جَنَّتي

والدين د نبي      جَنَّتي جَنَّتي   هره بي بي د نبي          جَنَّتي جَنَّتي

دے مُعاوِيه هُم        جَنَّتي جَنَّتي   او ابُو سُفيان هُم         جَنَّتي جَنَّتي([1])


 

 



[1]... وسائلِ فردوس، صفحہ:53۔