Book Name:Maula Ali رَضِیَ اللہُ عنہ Ke Jannati Baghaat
پۀ اِجتماعي اِعتکاف کښې شرکت اوکړئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د روژې مياشت خپل برکتونه تقسيموي، اوس به يو څو ورځې پس د دوزخ نه د ازادۍ عشره شروع شي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اوس هم رحمتونه راوريږي، د بخښنې چيټۍ تقسيميږي، ډير زر به نور رحمتونه راوريدل هم شروع شي، بيا پۀ اخرۍ عشره کښې خو شبِ قدر هم راتلونکے دے، ځکه مونږ ټولو له پکار دي چې د بخښنې طرف ته منډې کړو۔ د دې طريقه به څۀ وي؟ هم دا چې څومره هم عبادتونه کوو، د اخرۍ عشرې پۀ راتللو پۀ هغې کښې نور هم زياتوالے اوکړو۔ د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د رمضان د مياشتې د وړومبو 20 ورځو عبادت هم فرمائيلو، ارام به يـې هم کولو، بيا به چې کله اخرۍ عشرې تشريف راوړلو نو عبادت ته به يـې ملا ښه کلکه وتړله۔ ([1])
مونږ له هم پکار دي چې دا اخرۍ ورځې غنيمت وګڼو، پۀ دې کښې ښه ډير عبادت او رياضت ته ملا کلکه وتړو، ښه خو دا دي چې د اخرۍ عشرې اِعتکاف اوکړو، چې پۀ جومات کښې يو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ګناهونو نه به هم بچ يو او د نيکو ميټر (meter) به مو هم روان وي۔ ښه خو دا ده چې د دعوتِ اِسلامي لاندې پۀ کيدونکي اِجتماعي اِعتکاف کښې شرکت اوکړئ، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * د اِجتماعي اِعتکاف پوره جدول جوړ شوے وي * مُعَلِّم (سبق ښودونکي) موجود وي * د عِلمِ دِين د زده کولو ښودلو لړۍ هم روانه وي