Jannat Ke Baharain

Book Name:Jannat Ke Baharain

خاص تحفه ده * جُمعه د اختر ورځ ده * جُمعه د ټولو ورځو سرداره ده * د جُمعې ورځ د دوزخ وور مړ کوي * د جُمعې پۀ ورځ د دوزخ دروازې نۀ پرانستے کيږي * فرښتے جُمعې ته یَوْمُ الْمَزِیْد (يعنې د ډيرو عطاګانو ورځ) وائي * پۀ حديثِ پاک کښې دي: ‌اَلْجُمُعَةُ ‌حَجُّ الْمَسَاكِينِ يعنې جُمعه د مسکينانو حج دے۔([1])

 د رمضان د جُمعې فضيلت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! جُمعه خو پۀ عامو ورځو کښې هم سرداره ده، اوس خو پکښې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشتې برکتونه هم شامِل دي، زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: الله پاک د روژې پۀ مياشت کښې روزانه د روژه ماتي پۀ وخت 10 لاکهه داسې ګنهګاران د دوزخ نه ازادوي پۀ کومو چې دوزخ واجِب شوے وي ۔ کله چې د جُمعې شپه او د جُمعې ورځ راځي (يعنې د زيارت د نمر پريوتو نه د جُمعې د ورځې د نمر پريوتو پورې)، نو د هغې پۀ هر يو ساعت کښې داسې 10، 10 لاکهه ګنهګاران د دوزخ نه ازادولے شي ، کوم چې د عذاب حقدار ګرځولے شوي وي۔([2])

عاصیوں كی  مغفرت  كا  لے كر آیا ہے پیام      جُھوم  جاؤ  مجرمو  رَمَضاں مہ ِغُفران ہے

دو جہاں كی  نعمتیں ملتی ہیں روزہ  دار كو جو نہیں  ركھتا ہے روزہ  وہ بڑا نادان ہے([3])

الله پاک دې زمونږ د رمضان د مياشتې قدر هم نصيب کړي او د جُمعې د ورځې قدر دې هم نصيب کړي۔


 

 



[1]...مسند الشہاب، باب الجمعۃ حج  المساکین، جلد:1، صفحہ:81، حدیث:78۔

[2]...شعب الایمان، کتاب الصیام، باب فضل لیلۃ القدر، جلد:3، صفحہ:336، حدیث:3695۔

[3]... وسائلِ بخشش، صفحہ:706 ملتقطاً۔