Book Name:Jannat Ke Baharain
حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام نور عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د جُمعې ورځې ته مونږ فرښتے یَوْمُ الْمَزِیْد وايو۔ پوښتنه يـې اوکړه: یَوْمُ الْمَزِیْد څۀ دې؟ عرض يـې اوکړو: پۀ جَنَّت الفِردوس کښې يوه دره [وادي] ده، د جُمعې پۀ ورځ به هلته د نُور او د سرو زرو منبرونه لګولے شي، انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام به د دې نُور پۀ منبرو باندې تشريف فرما کيږي، صِدِّيقين، شهيدان او نيکان بندګان به د سرو زرو پۀ منبرو باندې کښيني۔ ټول به دلته راجمع کيږي او د الله پاک حمد او ثنا به بيانوي، الله پاک به هغوئي ته فرمائي: سَلُوْنِی زما نه غواړئ! بندګان به عرض کوي: مولیٰ! مونږ ستا رضا غواړو۔ الله پاک به فرمائي:
قَدْ رَضِيتُ عَنْكُمْ رِضَاءً اَحَلَّكُمْ دَارِی وَاَنَالَكُمْ كَرَامَتِی
ترجمه: زۀ ستاسو نه داسې راضي شوے يم چې د خپلې رضا پۀ وجه مې تاسو ته پۀ خپل کور کښې ځائے درکړو او تاسو ته مې د خپل (جناب نه) کرامت (عزت او بزرګي) عطا کړه۔
د دې نه پس به الله پاک پۀ هغوئي باندې تجلي وفرمائي، خلق به د خپل رَبّ ديدار کوي۔ بس د جَنَّتيانو پۀ نزد به د جُمعې نه زياته خوښه بله هيڅ ورځ نۀ وي۔([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې ايمان تازه کوونکي روايت کښې د زدکړې د پاره دوه خبرې دي:
پۀ وړومبي نمبر خو پۀ دې کښې د جُمعې فضيلت دے چې د جُمعې ورځ د دې اُمت د پاره