Book Name:Jannat Ke Baharain
که پۀ دې باندې اِستقامت اِختيار کړي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! جَنَّت ته به داخِل شي:
(1): د هر قِسمه ګناهونو نه ځان ساتئ۔ الله پاک فرمائي:
وَ نَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوٰىۙ(۴۰) فَاِنَّ الْجَنَّةَ هِیَ الْمَاْوٰىؕ(۴۱) (پارہ:30، سورۀ نازِعات:40-41)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او نفس يـې د خواهش نه منع کړو۔ نو بے شکه بس جَنَّت (د هغه) استوګنه [د اوسيدو ځائے] دے۔
(2): پۀ دُنيا کښې هم پۀ لږه باندې راضي اوسئ، د ډيرو خواهش مۀ کوئ۔ روايت دے: اِنَّ ثَمَنَ الْجَنَّةِ تَرْكُ الدُّنْيَا یعنې دُنيا پريښودل د جَنَّت قيمت دے۔
(3): د نيکو حرص کوئ۔([1]) يوه نيکي مۀ پريږدئ، هر قِسمه نيکي کوئ، مثلاً * د صدقې کولو موقع ميلاؤ شي نو صدقه ورکوئ * د جنازې کولو موقع ميلاؤ شي نو جنازه کوئ * عِلمِ دِين زده کوئ * نـمونځونه کوئ * د مسلمانانو سره پۀ مُسکا باندې خبرې کوئ، غرض چې د کومې کومې نيکۍ موقع ميلاؤيږي، بس کوئ يـې۔ دا سوچ مۀ کوئ چې دا خو زما کار نۀ دے بلکې پۀ هر قِسمه نيکۍ کښې پۀ څۀ نا څۀ طريقه د خپلې برخې شاملولو پوره کوشش کوئ، څۀ پته لګي چې هم هٰغه يوه وړۀ شان نيکې جَنَّت ته د داخليدو وجه جوړه شي۔
خالي لاسونه جَنَّت ته څنګه لاړ شم
منقول دي: يو ځل حضرت اِبراهيم بن ادهم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله حمام ته تللو نو د حمام مالِک هغوئي ودرولو او اوئې وئيل: تاسو د پيسو ورکولو نه بغير دننه نشۍ تللے۔ پۀ دې اوريدو هغوئي پۀ ژړا شو او اوئې فرمائيل: زۀ دلته حمام ته خالي لاسونه نۀ شم تللے نو