Book Name:Jannat Ke Baharain
شي۔ دا يـې چې واوريدل نو هٰغه غير مسلمه پوښتنه اوکړه: څوک چې خوراک ، څښاک کوي، هغۀ ته خو حاجت هم راپيښيږي او پۀ جَنَّت کښې خو هيڅ تکليف نشته۔ رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: پۀ جَنَّت کښې به قضائے حاجت بس هم دومره وي چې پۀ هغۀ به د مشکو پۀ شان خوشبو داره خوله راشي (او ټول خوراک به هضم شي)۔ ([1])
د جَنَّتي خوراکونو د هرې نمړۍ خوند به جُدا وي
پۀ روايتونو کښې دي: الله پاک به فرښتو ته فرمائي: زما پۀ دوستانو (يعنې پۀ جَنَّتيانو) باندې خوراک وخوروئ! بس هغوئي ته به د مختلفو رنګونو خوراکونه پيش کړے شي۔ جَنَّتيانو له به د هٰغه خوراک هره نمړۍ جُدا جُدا خوند ورکوي۔ کله چې دوئي خوراک اوکړي نو حکم به وشي: زما پۀ بندګانو باندې اوبۀ وڅښئ! بيا به مختلف قِسمه شربتونه پيش کړے شي، د هغې د هر ګوټ به بيل بيل خوند وي۔ ([2])
پۀ جَنَّت کښې زميداره
پۀ روايتونو کښې دي: پۀ جَنَّت کښې به يو کَس پۀ ارام باندې ملاست وي، د خپلو شونډو خوزولو نه بغير به پۀ زړۀ زړۀ کښې سوچ کوي چې که اجازت ميلاؤ شي نو زۀ به پۀ جَنَّت کښې زميداره کووم۔ لا دے به پۀ زړۀ کښې سوچ کوي چې فرښتے به پۀ خپلو بندو موټو د دۀ خوا له راورسي، سلام به اوکړي، دے چې به فرښتے وويني نو وه به دريږي، فرښتے به وائي: تا پۀ زړۀ کښې ارمان اوکړو، لهذا مونږ تخمونه راوړي دي۔ هٰغه بنده به