Book Name:Aarzi Thikana
دل شاد کریں کس کے نظَّارہ سے حسنؔ آنکھیں فانی ہیں یہ تماشا فانی([1])
د لښکر د سپه سالار نه غرور اووتوو
يو ډير ظالِم حکمران تير شوے دے: حجاج بن يُوسُف۔ د هغۀ د فوځ يو سپه سالار وو، د هغۀ نوم مُهَلِّب وو۔ يوه ورځ مُهَلِّب د ريښمو جامې اغوستې وې او پۀ فخر او غرور سره روان وو، حضرت مُطَرِّف بن عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې هغه داسې پۀ تکبر کښې پۀ ګرځيدو وليدو نو پۀ زړۀ کښې يـې د نيکۍ د دعوت جذبه رابيداره شوه، حضرت مُطَرَف بن عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوا له تشريف وروړلو او اوئې فرمائيل: اے د الله بنده! د ګرځيدو دا انداز د الله پاک د ناخوښه خلقو او د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دښمنانو دے۔
مُهَلِّب د فوځ سر لښکر وو، د عهدې او د منصب نشه د هغۀ پۀ مزغو سوَره وه، کله چې هغۀ وکتل چې يو کَس هغۀ ته نصيحت کوي نو پۀ غصه کښې يـې ووئيل: آيا تۀ ما نۀ پيژنې چې زۀ څوک يم؟ حضرت مُطَرَف بن عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم مَاشَآءَ اللہ! زنده دل سړے وو، هغوئي پۀ نرمۍ سره اِرشاد وفرمائيلو: آؤ! پيژنم دې چې تۀ څوک يـې: اَوَّلُکَ نُطْفَۃٌ مَذِرَۃٌ ستا وړومبے حالت دا دے چې تۀ يو نا پاک څاڅکے وې، وَ آخِرُکَ جِیْفَۃٌ قَذِرَۃٌ ستا اخري حالت به دا وي چې تۀ به سخا مُرداره شې وَاَنْتَ تَحْمِلُ الْعَذِرَۃَ او (د دې دواړو حالتونو ترمينځه) تۀ پۀ خِيټه کښې ګند ګرځوې۔ پۀ دې اوريدو د مُهلِّب عقل ځائے له راغلو، هغه د تکبر تګ پريښودو او وړاندې روان شو۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا اصلي حقيقت دے، مونږ پۀ شروع کښې هيڅ هم نۀ وو، پۀ اخره کښې به مړۀ شو او د خاورو سره به خاورې شو۔ د دې پۀ مينځ کښې چې کومه موده ده يعنې زمونږه ژوند، مونږ له پکار دي چې دا ژوند پۀ ښه انداز کښې تير