Book Name:Aarzi Thikana
کښې اوبۀ نيولې وې او خپل د ترۀ ځوي مې لټولو، پۀ لټولو لټولو مې اخر هغه پيدا کړو، هغه ډير زخمي شوے وو او ځنکدن يـې وو، زۀ هغۀ ته ورنزدې شوم او وه مې وئيل: وروره! اوبۀ به څښې؟ هغۀ پۀ لړزيدونکي اواز کښې ووئيل: آؤ! څښم به۔ ما لا هغۀ له اوبه ورکولې چې د چا د فرياد اواز راغلو، اخري سلګۍ وهونکي زما د ترۀ ځوي پۀ اِشاره ووئيل: ما پريږده! وړومبے هٰغه زخمي له اوبۀ ورکړه! ما د دويم زخمي طرف ته منډه کړه، لا مې هغوئي له اوبۀ ورکولې چې د خوا نه د بل چا د فرياد اواز راغلو، هٰغه دويم زخمي صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم کمال قرباني وښودله او اوئې وئيل: وړومبے هٰغه زخمي له اوبۀ ورکړه! بيا زۀ د هٰغه دريم زخمي خوا له لاړم خو هغۀ ته بيا د اوبو حاجت نۀ وو پاتې، هغه شهيد شوے وو۔ زۀ فوراً د وړومبي صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خوا له لاړم، هغه هم شهيد شوے وو، بيا پۀ منډه د خپل ترۀ ځوي خوا له لاړم، زما د ور رسيدو پورې هغه هم ساه ورکړې وه۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د اِسلام حُسن۔۔۔!! يو رښتونے مسلمان پۀ دې دُنيا کښې د بقا (يعنې ژوندي پاتې کيدو د پاره) ژوند نۀ کوي بلکې د رَبّ د رضا د پاره ژوند کوي۔ هم دا فرق دے پۀ اِسلامي تعليماتو کښې او پۀ نورو کلتورونو کښې۔۔۔! الله پاک دې مونږ ته د اِسلام پۀ اعلیٰ او رښتينو تعليماتو باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د هرې معاملې بنياد پۀ فنا باندې کيږدئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ پۀ دې دُنيا کښې مسافر يو، زمونږه ژوند دُنيا ښه کول نۀ بلکې خپل رَبِّ کريم راضي کول دي۔ ځکه مونږ له پکار دي چې هر وخت، هر ساعت دا پۀ ذِهن کښې ساتو چې مونږه فاني يو، ډير زر مونږ ته د دُنيا نه رخصتيدل دي۔