Book Name:Muasharti Zindagi Ke Aadab
فَمِنْهُمْ شَقِیٌّ وَّ سَعِیْدٌ(۱۰۵) (پارہ:12، سورۀ هود:105-106)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو پۀ هغوئي کښې به څوک بد بخته وي او څوک به خوش قِسمته وي۔
يعنې د قيامت پۀ ورځ به د خلقو دوه قِسمونه وي: (1): شَقِي يعنې ګنهګار او بد بخته او محرومه اِنسان (2): سَعِيد يعنې سعادت مند ، نيک بخته اِنسان۔ ([1]) مطلب دا چې د قيامت پۀ ورځ باندې به د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نه د قيامت پورې راتلونکي ټول خلق چې کوم راجمع شوي وي، د هغوئي به دوه ډلې وي، يو هٰغه کوم چې شقي دي، او دويم هٰغه کوم چې سَعيِد دي۔ د دوئي جُدا جُدا انجام به څۀ وي؟ الله پاک فرمائي:
فَاَمَّا الَّذِیْنَ شَقُوْا فَفِی النَّارِ لَهُمْ فِیْهَا زَفِیْرٌ وَّ شَهِیْقٌۙ(۱۰۶) (پارہ:12، سورۀ هود:105)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو څوک چې بد بخته وي هغوئي خو به پۀ دوزخ کښې وي، هغوئي به پۀ هغې کښې د خَر پۀ شان هڼيږي۔
يعنې پۀ چا باندې چې بد بختي غالبه شوه او د هغوئي د پاره د دوزخ فيصله اوکړے شوه نو هغوئي به پۀ دوزخ کښې اوسيږي او پۀ دوزخ کښې به د هغوئي دا حال وي چې هغوئي به د خَر پۀ شان هڼيږي۔ ([2])
اَللہُ اَکْبَر! الله پاک دې مونږ د داسې حال نه محفوظ کړي۔
بروزِ قِیامَت ہو ایسی عِنایت رہوں پُل پہ ثابِت قدم یاالٰہی!
جَلا دے نہ نارِ جہنم کرم ہو پئے بادشاہِ اُمَم یاالٰہی!
گناہوں کی عادت بڑھی جا رہی ہے کرم یاالٰہی! کرم یاالٰہی!([3])