Book Name:Muasharti Zindagi Ke Aadab
اوکړے شي (که هغه يو بالټے ولې نۀ وي) پۀ دې باندې روژه نۀ ماتيږي۔
د اُلټو پۀ وجه د روژې ماتيدو دوه حالتونه دي: آؤ! د اُلټو کولو خاص حالتونه دي پۀ کومو کښې چې روژه ماتيږي، مثلاً * پۀ ډکه خُله اُلټۍ کولو کښې که چرې د يوې چڼې برابر هم واپس تيرې کړے شوې نو روژه به ماته شي او که د چڼې نه کمې وي نو روژه نۀ ماتيږي۔ ([1]) * هم داسې که اُلټۍ پخپله رانغلې بلکې پخپله يـې قصداً عمداً اوکړې، که هغه پۀ ډکه خُله وي نو روژه به ماته شي او چې روژه دار کيدل ورته ياد هم وي۔
* دغه شان بعضې وخت تروې اوبۀ خُلې له راځي، پۀ دې باندې هم روژه نۀ ماتيږي * کله نا کله تروې اوبۀ خُلې ته راشي او واپس لاړې شي، پۀ دې باندې هم روژه نۀ ماتيږي۔
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)
يَا مُقتَدِرُ
څوک چې د خوب نه راويښ شي او 20 کرته يَا مُقتَدِرُ ولولي اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغۀ پۀ هر کار کښې به د الله پاک مدد شامل وي۔ ([2])
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد