Book Name:Muasharti Zindagi Ke Aadab
ميچنې خوا ته پۀ زمکه باندې ارام فرمائيلو (يعنې اوده وه)۔ حضرت اُمِّ ايمن رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: دا معامله چې مې وليدله نو زۀ ډيره حيرانه شوم۔ چې ميچن پخپله څنګه ګرځي؟ د حسنينِ کريمين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما زانګو پخپله څنګه جوټې وهي؟ زۀ د دې خپلې حيرانتيا د حل معلومولو د پاره پۀ غيبو باندې د خبردار نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت مبارک کښې حاضره شوم او وه مې وئيل: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! سيده فاطمهرَضِىَ اللهُ عَـنْها خو ارام فرمائيلو خو ميچن هم ګرځيدله او زانګو هم زنګيدله؟ اخر دا څۀ معامله ده؟ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اے اُمِّ ايمن! سخته ګرمي ده، روژه ده، فاطمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها روژه نيولې ده، الله پاک پۀ فاطمه باندې خوب غالب کړو چې لږ وخت ارام اوکړي او چې دا تنده محسوس نۀ کړي او فرښتے يـې راوليږلې کومې چې ميچن چلوي او زانګو زنګوي۔ ([1])
وہ خاتونِ جَنّت معصوم حُوریں باندیاں جن کی
مَلَک جَنّت سے آکر پیستے تھے چکیاں جن کی
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د حضرت سيده فاطـمةُ الـزَهرا رَضِىَ اللهُ عَـنْها۔۔۔!! الله پاک دې پۀ هغې باندې کروړونه رحمتونه نازل کړي او د هغې پۀ وسيله دې مونږ ته پۀ کثرت سره د عبادت کولو، ټوله د روژې مبارکه مياشت پۀ نيکو کارونو کښې د تيرولو، پۀ عبادت کښې د ثابت قدم اوسيدو توفيق رانصيب کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د آئي ټي ډيپارټمنټ له خوا ډير